پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا په اور کې سوځي، سره له دې چې کپېټلېزم هم د سقوط په حال کې دی!
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا په اور کې سوځي، سره له دې چې کپېټلېزم هم د سقوط په حال کې دی!

خبر

د امریکا ولسمشر ټرامپ اعلان وکړ، چې په زرګونو نور وسله وال پوځي ځواکونه به په هېواد کې له توتریخوالي سره د مبارزې په خاطر وګوماري. کله چې یوه امریکایي پولیس، افریقایي الاصله تور پوستی جورج فلوېډ وواژه او لاریونونو زور واخیست، نو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې دوې ورځې ګرځبندیز اعلان شو. ټایم والز د ماینسوټا ښار دولتي مجلې اعلان وکړ چې د جورج فلوېډ د جنازې مراسم به د چهار شنبې په ورځ ترسره شي. ټرمپ وویل چې په ټول هېواد کې به عسکر او ملي ګارد د لاریونونو او توتریخوالي د زیاتوالي له امله ځای پر ځای کړي. سرچینه: (https://www.milliyet.com.tr/galeri/son-dakika-haberi-ve-abdde-kiyamet-koptu-trump-askerlere-emir-verdi-6224711)

تبصره

که څه هم  امریکا نه غوښتل چې د کنټرول لپاره عسکر ښارونو ته ولېږي او لاس په کار شي؛ خو د لاریون کوونکو له داسې یوې څپې سره مبارزه کوي چې په نیږدې وختونو کې یې مثال نه و لیدلی. هر ځای اخ وډب دی، په کوڅو کې اورونه اچول شوي او په ټول هېواد کې لوټماري پیل شوې ده.

 په اصل کې د امریکا خلکو او پولیسو د تور پوستو پر وړاندي نژادي تعصب کاوه. په امریکا کې د جورج فلوېډ د پېښې په څېر ډېرې پېښې رامنځته شوي، خو دوی دې ته ورته لوی لاریونونه نه وو تر سره کړي. پوښتنه دا ده، چې ولې امریکایانو د جورج فلوېډ پېښې پر وړاندې دومره سخت غبرګون وښود؟

له شک پرته چې خلک د دین، نژاد او یا ایډيالوژۍ په واسطه یو له بل سره یو ځای کېږي. یوازینی شی چې په امریکا کې خلک د یو ځای ژوند کولو ته رابولي هغه مادي ګټه ده، چې د پانګوالۍ ايډیولوژۍ له خوا ورته وړاندې شوې ده. د امریکا د اوسېدونکو معاملې د همدغې ګټې په واسطه جوړېږي.

کله چې د کرونا ویروس ناورین امریکا ته خپور شو، نو د پانګوالۍ وحشي صفته څېره یې یو ځل بیا خلکو ته ښکاره کړه. په سلګونو او زرګونو خلک د پیسو د نه لرلو له امله له روغتیایي خدمتونو بې برخې وو. په امریکا کې بې دندې کېدل داسې مانا لري چې باید نور په کوڅو کې ژوند وکړې. ځکه نو امریکایانو ولیدل چې د پانګوالۍ سیستم دوی ته کوم ارزښت نه ورکوي. دغه رازامریکایانو هم ولیدل چې نوموړی سیسټم دوی د بې ارزښته تولید په څېر اشغال ته غورځوي. بل دا چې هغه ويډیو چې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په هغې کې فلوېډ په یوازیتوب کې په ډېر وحشي ډول وژل کېږي. نو هغه امریکایان چې د سختو کارونو لپاره ګومارل شوي او تر ټولو لومړی قرباني ورکوي، دوی هم د جورج فلوېډ په پېښه کې د خپل ژوند تصویر ولیده. فلوېډ یوازینی کس نه و چې ساه یې وربنده کړې وه، بلکې په میلیونونو امریکایانو داسې احساس کړه چې ګواکي دوی هم له فلوېډ سره وژل شوي او پایله یې هم ښکاره ده. ځکه نو د ښار د ژوند کولو قوانین تر پښو لاندې شول او لاریون کوونکو غلاوو ته مخه کړه ان په ځینو مارکېټونو کې غلاوې هم پیل شوې.

یوه ځوانه ښځه چې لاریون کوونکي یې رهبري کول د کېمرې مخې ته یې چیغې وهلې: «له ما سره د لوټولو په اړه خبرې مه کوئ. تاسو ټول لوټماران یاستئ! امریکا تور پوستي غلا کړي. امریکا اصلي امریکایانو لوټ کړه. غلا هغه څه ده چې تاسو یې کوئ او موږ دغه کار له تاسو څخه زده کړی!»

په هر ښار کې لاریونونه او لوټمارۍ وشوې او دغه کار پر دونیا د امریکا برلاسی تر پوښتنې لاندې راوست. دا څه ډول امکان لري چې ووایو؛ هغوی چې خپل هېواد نه شي ارامولی، څه ډول به ټوله نړۍ ارامه کړي؟  دغه راز د اسلامي خاورو چارواکو څه ډول د هغه چا غلامي قبوله کړې، چې د خپلو خلکو خبرې نه شي اورېدلی؟

له شک پرته د دغه سوال ځواب د مسلمانو چارواکو د خیانتونو تر شا دی. دغه چارواکي چې د خپلو خلکو له تواناییو بې خبره دي او دوی احساس کوي، چې که په غرب باندې تکیه وکړي، نو د دوی د پاچاهۍ تختونه به وساتل شي. په ځانګړي ډول د امریکا چارواکي هغه خلک دي، چې له اسلامي امت څخه جلا دي او هېڅ له اسلامي امت سره ورته والی نه لري. ځکه اسلامي امت خپل ځواک په شمېر یا اقتصادي لوړوالي پورې نه تړي. که دوی پر دې شیانو تکیه کولای، نو دوی به د ساسانیانو په امپراتورۍ باندې نه وای برلاسي شوي. دغه امپراطوري د هغه وخت زبر ځواک و. اقتصاد یې قوي و او د شمېر له پوله هم زیات وو؛ خو د خلافت له تاسیس څو کاله وروسته د مسلمانانو په لاس فتح شوه.

په اصل کې پانګوالي پرله پسې مخ په ځوړ ده. دا هغه ورځې دي چې له نظام څخه یې وینې راروانې دي. له پانګوالۍ څخه ټولنې را جلاکېږي، ځکه چې اوس هغه وخت را نیږدې شوی چې دغه ایډیالوژي له منځه یووړل شي. بشر د دوو لارو تر منځ راګیر دی. یا به پانګوالي بیا خپل ځان راجوړوي او خلکو ته به د زیات ارزښت ورکولو له لارې په ټولنه کې خپل ځان ته ځای جوړوي یا دا چې د پانګوالۍ پر ځای به بل سیسټم رامنځته کېږي.

که موږ فکر وکړو واقعیت دا دی چې د پانګوالۍ ذهن د حرص او چور ذهن دی، نو موږ وینو چې دا لومړۍ لار امکان نه لري. یعنې دا امکان نه لري چې پانګوالي د بیا ځان را جوړ او بېرته راوګرځي، ځکه نو یوازینۍ لار دا ده چې نوی سیسټم را منځته کړل شي.

وروسته له دغو دریو ایډيالوژیو بله ایډیالوژي نشته، د سوسیالېزم ایډيالوژۍ له ناکامېدو وروسته دا دي د پانګوالۍ سیسټم هم له منځه تلو سره مخ دی. اوس یوازینی سیسټم د اسلام دی چې له همدغه ایډیالوژۍ څخه سرچینه اخلي چې دا په اصل کې هغه سیسټم دی چې بشر ورته اړتیا لري.

یوازینی اقتصادي سیسټم چې انسان نه په مطلق ډول د زیاتې پانګې لاسته راوړلو ته تشویقوي او نه یې هم په مطلق ډول منع کوي. د بشر په طبیعت کې د دغو دوو اړخونو تر منځ برابروالی راولي. د اسلام اقتصادي سیستم د ثروت عادلانه تقسیم ته ډېره پاملرنه کوي نه د ثروت زیاتوالي ته.

بشر د سولې او خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره یوازې د اسلام ایډیالوژۍ دروازه ورخلاصولی شي، چې دا داسې یو حقیقت دی چې هېڅوک هم سترګې نه شي ورڅخه پټولی. اوس همدغه مساله، د وخت مهمه موضوع ده او د دغه سیسټم وخت به ډېر ژر راشي. دغه راز هېڅوک به یې هم مخه ونه شي نیولی. 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

   لیکوال: سلیمان اوغلو

                                                         

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې